ایکنا خبري اژانس د «العهد نیوز» له قوله راپور راکړی چې د محرم د لسمې ورځې یعني د حسني عاشورا د لمانځنې مراسم د جمعې په سهار، د چنګاښ د میاشتې په پنڅمه نیټه ، دحضرت امام حسین (ع) دلسګونو زره مینهوالو او ماتم کوونکو په ګډون د بیروت په سوېلي څنډې (ضاحیې) کې د شهید سید حسن نصرالله پر مزار شروع شوې او تر شپې مهال ئې دوام درلود.
دغه مراسم د لبنان د حزبالله له لوري د شهید سید حسن نصرالله پر مزار، چې د بیروت د هوايي ډګر سړک ته نږدې موقعیت لري، جوړ شوي دي.
په دغو مراسمو کې لسګونو زره حسيني عزادارو د حزبالله غورځنګ د وخت د عمومي منشي پر مزار د ویر او ماتم په مراسمو کې ګډون وکړ او د عزادارۍ له دودونو سره ئې یو ځل بیا د عاشورا د غورځنګ د ایثار، سرښندنې او مقاومت له ارزښتونو سره خپله ژمنتیا څرګنده کړه.
همدارنګه د ماتم کوونکو لاریون د ژَور غم او ویر په فضا کې، د عاشورایي او مقاومتي شعارونو په بدرګې د مراسمو د اصلي ځای پر لور روان و او لویه ولوله او پرتم ئې نندارې ته وړاندې کړ..
https://iqna.ir/fa/news/4360418