IQNA

په بحرېن كښې د شپې د ډله ايزې سزا د سياست اجرا

19:51 - August 03, 2012
د خبر لمبر: 2384265
نړيواله ډله: د بحرېن د رژيم ځواكونو په تقريباً څوارلسو سيمو او كليو باندې چې د ازادۍ او ډېموكرېسۍ غوښتونكی وو د شپې په وختونو كښې د ډله ايزې سزا د سياست په قالب كښې حملې وكړې او د هغو سيمو اوسيدونكی یې وځپل.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د شپې ښاپېركانو ( دا هغه نوم دے چې د بحرېن خلقو حكومتی ځواكونو ته وركړے دے) په زهرجنو او ساډوبوونكو ګېسونو سره په تنګو كوڅو او كورونو كښې د دغه هېواد په اوسېدونكو باندې حملې وكړې.
د بحرېن رژيم د خلقو په ځپلو كښې له ساچمه ای ګوليو څخه چې د نړيوالو قوانينو مطابق یې استعمال منعې دے په استفاد وكړه او نېغ په نېغه یې مظاهره چيانو باندې اورولې چې د هغو له كبله لږ تر لږه پينځۀ تنه ژوبل شول.
زخمی كسان د پوليسو له خوا د نيولو له ويرې اسپتالونو ته له تلو څخه ډډه كوی چې دا مسئله له خطر سره د هغوی د مخامخېدو سبب كیږی.
همدارنګ پوليسو ځواكونو د پخوانيو طريقو په دوام سره په يو شمېر كورونو باندې حملې وكړې او ښاريز خلق یې وزورول او تشدد یې ورباندې وكړ. هغوی همدارنګ د خلقو مالونو ته د زيان له رسولو نه علاوه يو تن هم چې له كور نه د وتلو په حال كښې ؤ ونيوۀ.
د ستره، سفاله، القريه، مهزه، كرانه، جنوسان، عالی، السنابس، المعامير، النويدرات، العكر، الشاخوره، جدحفص، المصلی، قريه القريه، الجفير، النعيم، سند، توبلی ، الغريفه، اكرزكان، القدم، النبيه، صالح، دمستان،سار، ابوقوه او د بحرين نورې سيمې هم پرون د زمری دمياشتې ١٢ نېټه د خلقو د پراخو مسار، ابوقوه او د بحرين نورې سيمې هم پرون د زمری دمياشتې ١٢ نېټه د خلقو د پراخو مظاهرو كتونكې وې
1069409
captcha