IQNA

د دبۍ د انعام نومې د قران نړيوالې سيالۍ نن د اوۀ تنو سيالو په سيالۍ سره دوام مومی

19:52 - August 03, 2012
د خبر لمبر: 2384271
نړيواله ډله: له زمبابوې ، مصر، تركی، ګرېنېډا، نائېجېريا، ټوګو او قرقېزستان څخه اوۀ تنه سيالان نن مازیګر د زمری د مياشتې په ١٣ نېټه د دبۍ د انعام نومې قرانی نړيوالو سياليو په شپاړسمې دورې كښې له يو بل سره سيالی كوی.
د ايران قرانی خبری اېجسنۍ (اېكنا) د اماراتو د وام نومې خبرې اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ، د دبۍ د انعام نومې د قران شريف د نړيوالې سيالۍ نن له زمبابوې څخه د داود اسماعيل، له مصر څخه د احمد رفعت، له تركی څخه د عبدالباقی سليك، له ګرېنېډا څخه د سليمان باتيل، له نائجېريا څخه د موسی طاهر، له ټوګو څخه د چاساما جليل او له قرقيزستان څخه د حبيب الله بن كرامت الله د سياليو كتونكې ده.
همدارنګ د دبۍ انعام نومې د قران شريف د نړيوالو سياليو په شپږمه ورځ پرون د زمری د مياشتې په ١٢ نېټه له فلسطين، چاډ، موريتانيه، روس، جزائر كومور او تاجېكستان څخه د ګډون كوونكو په سيالۍ سره جوړې شوې.
1069453
captcha