د قران او حديث د علومو د ډلې اسسټنټ پروفېسر، او اراك د پوهنتون د علمی پلاوی غړی علی رضا طبيبی چې همدا اوس د نيوزی لېنډ په كرايسټ چرچ ښار كښې ژوند كوی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې مطلب د بيانولو په ترڅ كښې وويل: د كانټربری، اټاګو او لېنكلن پوهنتونونو محصيلين او استاذانو په دغو غونډو كښې له ګډون كوونكو څخه دی.دغه غونډې په هرو دوو هفتو كښې يو ځل د شلو تنو ايرانيانو او څو تنو افغان وروڼو په ګډون سره جوړېږی.
دغه قرانی فعال په دغه هېواد كښې د خپلو فعاليتونو په وضاحت كښې وويل: په اوس حال كښې په دغه ښار كښې په فعاليت لګيا يم او همدارنګ په حضرت رسول خدا (ص) نومې فرهنګی مركز او يو شمېر نورو ايرانی محافلو كښې وېناګانې هم كوم. هغۀ وويل: افغانی وروڼو د يوې امامباړې په اخېستو سره دغلته د حضرت رسول الله (ص) نومې كلتوری مركز فعال كړے دے چې دا كار په خپل ځاے كښې يو د قدرنې وړ كار دے.
1068659