IQNA

په كويت كښې د قران شريف دنړيوالو سياليو دائمی دفتر جوړیږی

22:55 - August 04, 2012
د خبر لمبر: 2385313
نړيواله ډله: د قران شريف د نړيوالو سياليو د تعقيب دائمی دفتر د كويت د اوقافو او اسلامی چارو د وزرات او د قران شريف د چارو د ادارې په اهتمام سره په دغه هېواد كښې جوړیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د كويت چاپ الراې ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د كويت داسلامی چارو او اوقافو د وزارت د قرانی چارو د ادارې مدير يوسف بوغيث وويل:د قران شريف د خدمت له ډېرو اچتو نړيوالو انعامونو څخه د ملاتړ د قدرونې په مراسمو كښې چې په دې وروستيو كښې د اولسو نمائندګانو په شتون سره په جده ښار كښې د قران شريف د حفظ د نړيوال انجن په همت سره وشول په كويت كښې د قران شريف د نړيوالو سياليو د تعقيبولو د دائمی دفتر د جوړولو په زمينه كښې د دغه هېواد په تجويز باندې بحث او غور وشو.
خالد يوسف بوغېث په دوام كښې وويل: په دغو مراسمو كښې د كويت نمائنده دنړيوالو سياليو په زمينه كښې د يوې واحدې او متحدې آئين نامې د تدوين غوښتنه وكړه چې د ګډون كوونكو ډلو له هركلی سره مخامخ شوه او وټاكلې شوه چې په دغه هېواد كښې دې د قران شريف د نړيوالو سياليو د تعقيبولو دائمی دفتر جوړ شی.
1070345
captcha