د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د لبنان چاپ الانتقاد ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د منامې ښار د جُمعې د نمانځۀ خطيب ايت الله شېخ عيسی قاسم څرګنده كړه په بحرېن كښې شيعه مسلمانان هدف ګرځول خپله د آل خليفه د رژيم له سياستونو څخه دی او د دغه هېواد له سنی وروڼوسره هیڅ تعلق نۀ لری.
ايت الله شېخ عيسی قاسم چې د منامې د الدراز سيمې په امام جعفر صادق نومې جومات كښې یې د جمعې خطبه وركوله په دوام كښې زياته كړه: په بحرېن كښې له څرګندو ظلمونو څخه د الغدير علميه حوزې د مدير شېخ ابراهيم الستری او د الباقر (ع) د علميه حوزې دمدير شېخ محمد جواد الشهابی سپكاوے او هغوی د بې عمامې كولو په هدف سره د هغوی د موټرونو اودرول دی او د آل خليفه رژيم دغه لوړرتبه عالمان ګواښلی وو چې نور دې عمامې نۀ په سروی.
د منامې د جمعې خطيب همدارنګ څرګنده كړه: له هغې فتنې څخه هدف چې په بهر كښې د بحرېن په خلاف پلانیږی او په هېواد كښې دننه ځينې ډلې یې اجرا كوی، له هېواد څخه د اسلام ختمول او د اسلامی امت د وجود له منځه وړل دی.
ايت الله عيسی قاسم په اخېر كښې د بحرېن د عوامو او علماؤ په خلاف د آل خليفه د رژيم ځپونكی اقدامات وغندل او وې ويل: د آل خليفه رژيم د دينی مقدساتواو انسانيت لپاره د هیڅ ارزښت قائل نۀ دے.
1070189