د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مركزی اېشيا د څانګې د رپوټ له مخې د دوشنبې ښار د پوليسو مشر قدرت الله غلام اف وړمه ورځ د زمری د مياشتې په ١٢ نېټه وويل: له نېكه مرغه سږ كال د روژې په مباركه مياشت كښې د شرابو د استعمال، قتل، جنګ جګړو او غلا په شان جرمونو او جنايتونو كښې ٩٠ فيصده كمے راغلے دے.
هغۀ زياته كړه په دوشنبه ښار كښې د جرمونو او جنايتونو كمے د خوشحالۍ سبب شوے دے، خو په عېن حال كښې په بازارونو كښې د غوښې، غوړو، وريجو، قندو ، شكرو او اوړو په شان خوراكی توكو د بیې زياتېدو خلق او مسئولان اندېښمن كړی دی.
قدرت الله غلام اف څرګنده كړه، د دې باوجود د دوشنبې د ښاروال محمد سعيد عبېدالله اف په مشرۍ د ښاروالۍ مسئولانود خوراكی موادو د بيو د كمولو او د روژتيانو لپاره د مناسبو حالاتو د رامنځته كولو لپاره خپلو كوششونه شروع كړی دی.
1071003