IQNA

صهيونېسټ رژيم ته د نړيوالې ټولنې په نظر كښې بدلون راغلےدے

21:23 - August 05, 2012
د خبر لمبر: 2386232
سياسی ډله: په اسرائيلو كښې د برطانیې سفير متيوګلډ په خپلو وروستيو څرګندونو كښې د صهيونېسټ رژيم له كارونو څخه د نړۍ د په ستړتيا او د دغه رژيم په حقله د نړيوالې ټولنې د نظر په بدلون باندې تاكيد وكړ.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې په اسرائيلو كښې د برطانیې سفير د جمعې په ورځ د زمری د مياشتې په ١٣ نېټه وويل:په اوس حال كښې صهيونېسټ رژيم د نړۍ د خلقو په افكارو كښې يو ترټولو قابل نفرت رژيم دے.
مټيوګلډ څرګنده كړه:د اسرائيلو خلق به په راتلونكو څو كلونو كښې دې نتيجې ته ورسی چې د هیڅ يو هېواد ملاتړ ورته نۀ دے حاصل او په مقبوضه سيمو كښې د صهيونېسټ رژيم ظلم، غصب او قبضه د نړيوالې ټولنې د دریځ د بدلېدو له اصلی دلائلو څخه دی.
په اسرائيلو كښې د برطانیې سفير زياته كړه: برطانوی ټولنې خلق شايد كارپېژاندی نه وی، خو په عېن حال كښې بې وقوفان هم نۀ دی. همدا اوس د دغه هېواد خلق د اردن د سيند په لويدیځه غاړه كښې د صهيونېسټ رژيم له ښاريو جوړونې او د دغه رژيم لخوا د غزې په تړانګه كښې د اعمال شويو محدويتونو متعلق خبرونه مطالعه او تعقيبوی، نوځكه هغوی دې نتيجې ته رسيدلی دی چې د اسرائيلو له رژيم څخه دې ملاتړونه كم كړې شی.
1071076
captcha