IQNA

د سترو قدرتونو سياست په سيمه كښې د تفرقې او ناامنۍ رامينځته كول دی

18:19 - August 06, 2012
د خبر لمبر: 2387044
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا د جرګې رئيس د پاكستان د سناجرګې د رئيس سره په كتنه كښې په سيمه كښې د تفرقې او د ناامنۍ د رامينځته كولو لپاره د سترو قدرتونو سياست ته اشاره وكړه او وئې وئيل: د سيمې د هيوادونو د كوشش او همفكرۍ نه پرته به د سيمې د اوسنيو ستونزو او مسائلو د حلولو لپاره هیڅ كومه حل لاره نتيجې ته ونه رسیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې د ايران د اسلامی شورا د جرګې مشر علی لاريجانی وړمه ورځ د پاكستان د سينیټ د مشر سيدنیّر حسين بخاری سره ملاقات او خبرې اترې وكړې.
د دغه ملاقات په پيل كښې لاريجانی د ايران او پاكستان ترمينځ ژورو او جرړه لرونكو پيوندونو او همداراز د دواړو هيوادونو د خلكو ترمينځ تاريخی، مذهبی او كلتوری اشتراكاتو ته په اشارې سره په ټولو زمينو په تيره بيا په اقتصادی او كلتوری ډګر كښې د خپل مينځی اړيكو په پراختيا باندې ټينګار وكړ.
دوی د دواړو هيوادونو لپاره پاكستان ته د ايران د ګيس د انتقال د طرحې په سټراټيجكې بللو سره ووئيل: زمونږ د هيواد اراده دا ده چې د پاكستان د دوست او مسلمان هيواد خلك ژرترژره د ايران د ګيس له سهولت نه برخور شی.
لاريجانی د خپلو ويناؤ په يوه بله برخه كښې په سيمه كښې د تفرقې د رامينځته كولو او د ناامنۍ د پراخولو لپاره د سترو قدرتونو سياست ته اشاره وكړه او څرګنده ئې كړه: د سيمې د هيوادونو د كوشش او همفكرۍ نه پرته به د سيمې د اوسنيو ستونزو او مسائلو د حلولو لپاره هیڅ كومه حل لاره نتيجې ته ونه رسیږی.
د اسلامی ايران جمهوررئيس محموداحمدی نژاد هم پرون د پاكستان د سينیټ د رئيس سره په يوه ناسته كښې اعلان وكړ چې د ايران او پاكستان په پولو كښې د سوداګری همكاريو پراختيا د اړيكو د كچې د لواړوی لپاره د مناسبو زمينو د برابرولو نه علاوه په دغو سيمو كښې د ناامنۍ او د ترهګرانه فعاليتو مخه هم نيسی.
احمدی نژاد د ايران او پاكستان په اړيكو كښې د ټولو وړتياو د استعمالولو په ضرورت باندې په ټينګار سره ووئيل: د تهران او اسلام آباد د اړيكو د كچې د لواړوی په لار كښې هیڅ خنډ او محدوديت نشته. د پاكستان د سناجرګې مشر هم په دغه كتنه كښې ايران په سيمه كښې يو مهم هيواد وبالۀ چې د مختلفو سيمه ايزو او بين المللی مسائلو او موضوعاتو په تنظيمولو كښې ډير مهم رول لوبوی. دوی په عين حال كښې اعلان وكړ چې هيواد ئې د ايران د اسلامی جمهوريت سره د هراړخيزو اړيكو د پراختيا غوښتونكے دے او د دوواړخيزو مبادلاتو د حجم زياتيدل د دواړو ولسونو په ګټه بولی.
د دغې كتنې په دوام كښې د پاكستان د سناجرګې رئيس سيد نيرحسين بخاری هم ايران ته له سفر او د ايرانی چارواكو سره له كتنې څخه د خوښۍ په څرګندولو سره ايران د سيمې يو ستر او مقتدر هيواد وباله او ورسره د ارتباطاتو د زياتيدو غوښتونكے شو. 1071038

captcha