IQNA

د اسلامی تعاون تنظيم د نړۍ د مسلمانو اقليتونو د حقوقو د ملاتړ غوښتنه وكړه

19:46 - August 06, 2012
د خبر لمبر: 2387061
نړيواله ډله: د اسلامی تعاون تنظيم عمومی سېكتر د اسلامی بشری حقوقو او انسانی كرامت د نړيوالې ورځې په مناسبت د يوې بيانیې په صادرولو سره د نړۍ د مسلمانانو د اقليتونو له حقوقو څخه د ملاتړ غوښتنه وكړه.
د ايرانی قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د OIC د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، اكمل الدين احسان اوغلو په دغه بيانيه كښې وويل: (( د اسلامی بشری حقوقو او انسانی كرامت)) نړيواله ورځ چې سږ كال د روژې په مباركه مياشت كښې راغلې ده د اسلامی تعاون د تنظيم د غړيو هېوادونو لپاره يوه مناسبه موقع ده چې په اسلامی نړۍ كښې د بشری حقوقود اجرا د تقويت او ملاتړ لپاره تيار كړی.
هغۀ وويل: په غړيو هېوادونو كښې د بشری حقوقو د پراختيا او ابتدائی ازاديو په حقله د اسلامی تعاون د تنظيم ژمنه د دغه تنظيم له لس كلن پروګرام كښې چې په ٢٠٠٥ كال كښې د مكې مكرمې په غېر معمولی غونډه كښې برابره كړې شوه، ټاكلې شوې ده د اسلامی تعاون د تنظيم په اتلسو غړيو مشتمل د بشری حقوقو د دائمی خپلواكه كمېشن تاسيس له هغو اقداماتو څخه دی چې په دې لړ كښې ترسره شوی دی.
هغۀ د فلسطين د خلقو حالت ته په اشارې سره وويل: د غاصبو اسرائيليانو لخا د فلسطينی زمكو د قبضه د ډېرو زياتو كلونوله تېربدو باوجود هم هغه شان دوام لری او د فلسطين د خلقو دردونه او غمونه د د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ او د انسانی كرامت د ختمېدو يوه څرګنده نمونه ده.
هغۀ همدارنګ په غېر اسلامی هېوادونو د مسلمانو اقليتونو د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ په تېره بيا د برما د مسلمانانو چې حقوقو یې د قتل عام، تيری او له خپل وطن څخه د جبری جلاوطنۍ په ذريعې سره پامال كیږی په حقله د سخت افسوس په څرګندولو سره سخته نيوكه وكړه.
احسان اوغلو د اسلامی تعاون د تنظيم له غړيو هېوادونو څخه وغوښتل چې په نړيوالې ټولنې باندې د دباو په راوړلو او د يو مشترك موقف په غوره كولو سره د فلسطينيانو او د برما د مسلمانانو د بشری حقوقو د ملاتړ لپاره فوری اقدام ته د نړيوالې ټولنې د مجبورولو لپاره عملی هلې ځلې وكړی.
1071535

captcha