IQNA

د قدس د ورځې له نمانځنې څخه د آذربائيجان د حكومت ويره

19:44 - August 06, 2012
د خبر لمبر: 2387062
نړيواله ډله: د آذربائيجان جمهوريت حكومت په داسې حال كښې چې د قدس نړيوالې ورځې ته دوه هفتې پاتې دی په دغه ورځ له جلوسونو او لاريونونو څخه د مخنيوی لپاره د دغه هېواد د پائېتخت باكو ښار په نارداران كښې خپل امنيتی اقدامات شروع كړی دی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مركزی اېشيا څانګې د آران نيوز په نقل سره رپوټ وركړ، د باكو پوليسو تېره هفته دنارداران د رحيميه بی بی په زيارت كښې كېمرې لګول غوښتل چې دخلقو په غبرګون سره په تېښته باندې مجبور شول او په دغه زيارت كښې د كمېرو په لګولو كښې كامياب نه شول.
په ناردران كښې له دې واقعې وروسته د پوليسو شمېر زيات شوے دے او د هغوی تګ راتګ ډېر شوے دے. داسې ښكاری چې د قدس د نړيوالې ورځې په درشل كښې دغه اقدامات د دغې سيمې د لاز يات امنيت ساتنې او كنټرول كون په خاطر ترسره كیږی.
د دغه رپوټ له مخې د نارداران نوی سركاری متولی چې تازه یې په فعاليت شروع كړې ده دخپلې معرفۍ په مراسمو كښې ويلی دی: د ناردران سيمې په تېره بيا امام حسېن (ع) سكوائر له ورونواو ديوالونو څخه دې دينی نعرې او ليكنې ورانې شی او دينی مراسم دې يوازې په جومات او زيارت كښې دننه جوړ شی.
1072475
captcha