IQNA

د حزب الله عمومی سېكتر نن شپه په يوه وېنا كښې د سيمې د بدلونونو څېړنه كوی

19:45 - August 06, 2012
د خبر لمبر: 2387066
نړيواله ډله: د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ (حزب الله) عمومی سېكتر سيد حسن نصرالله نن شپه د زمری د مياشتې په شپاړسمه نېټه په يوه وېنا كښې د سيمې بدلونونه او حالات څېړی. د لبنان د حزب الله عمومی سېكتر به په دغه وېنا كښې د لبنان او سيمې وروستی حالات او بدلونونه وڅېړی.
سيد حسن نصرالله د تېرې شروع په ورځ د زمری د مياشتې په ١١ نېټه له اسلامی مقاومت څخه د ملاتړ د كمېټۍ د روژه ماتی په كلنيو مراسمو كښې وويل: په دې كښې هیڅ شك نيشته چې اسرائيلو په ٢٠٠٠ كال كښې د حزب الله په مقابله كښې ماتې وخوړه او لبنان كامياب شو او او تاريخی لاسته راړونې اوكاميابۍ یې ترلاسه كړې.
هغۀ همدارنګ زياته كړه: مونږ د خپلو زمكود ازادولو لپاره يوې سټراټيجۍ ته اړتيا لرو او غواړو چې په مېزباندې د خبرو اترو له لارې د صهيونېسټانو له پنجو څخه د خپلو زمكو د ازادولو لپاره يو سټراټيجی غوره كړو او كه حكومت نه غواړی داسې يوه سټراټيجی غوره كړی نو د لبنان د جنوب خلق دا حق لری.
captcha