سيد حسن نصرالله د تېرې شروع په ورځ د زمری د مياشتې په ١١ نېټه له اسلامی مقاومت څخه د ملاتړ د كمېټۍ د روژه ماتی په كلنيو مراسمو كښې وويل: په دې كښې هیڅ شك نيشته چې اسرائيلو په ٢٠٠٠ كال كښې د حزب الله په مقابله كښې ماتې وخوړه او لبنان كامياب شو او او تاريخی لاسته راړونې اوكاميابۍ یې ترلاسه كړې.
هغۀ همدارنګ زياته كړه: مونږ د خپلو زمكود ازادولو لپاره يوې سټراټيجۍ ته اړتيا لرو او غواړو چې په مېزباندې د خبرو اترو له لارې د صهيونېسټانو له پنجو څخه د خپلو زمكو د ازادولو لپاره يو سټراټيجی غوره كړو او كه حكومت نه غواړی داسې يوه سټراټيجی غوره كړی نو د لبنان د جنوب خلق دا حق لری.