د ايران د قران نړيوال خبري اژانس (ايکنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای پرون مازیګر د محصلينو له دوه زره فعالانو او پوهانو سره په كتنه كښې، د پانګونې په اړه د اسلام د ليدتوګو او هغه اقتصاد په اړه چې چورليز یې عدالت وی وفرمايل، په ايران كښې اقتصادی سياست به دعدالت په چورليز سره وی او دغه موضوع د ۴۴ اصل له سياستونو سره كوم ټكر نلری.
د رهبرۍ ستر مقام زياته كړه كه د ۴۴ اصل سياستونه ،لكه څنګه چې بيان شوی،اجراء شی،نو د ايران په درستو سترو پريكړو كښې به د پانګوالۍ چورليزتوب او مذمومه پانګه والې ختمه كړی.
حضرت آيت الله خامنه ای په دې په ټينګار سره چې بايد ځير واوسو څو سوسيالستی نظرونه په اقتصادی تفكرونو غلبه ونكړی ،جوته كړه ،كه د ۴۴ اصل سياستونه ،په هماغه چوكاټ كښې چې بيان شوی ،اجرا شی،نو دعدالت په چورليز اقتصاد به بشپړ شی .
د رهبرۍ ستر مقام د يوه محصل وينا ته په اشارې سره د اسلامی ویښتيا په غورځنګ كښې د محصلينو د ټولنو ارتباط اړين وباله.
حضرت آيت الله خامنه ای په نرم جنګ كښې د دښمن د هدفونو په بيانولوكښې هم وفرمايل: تاسې (محصلين) د نرم جنګ افرسان بولم،نو په همدې دليل ټينګار كوم چې له نرم جنګ څخه د دښمن اصلی هدف يعنی د ايران د خلكو اومسئولانو په محاسباتو كښې د بدلون پيداكولو ته جدی پام وكړئ.
1072097