IQNA

د كويت اميرۍ ديوان د حسنېنو عليهم السلام په شان كښې سپكاوے وغاندۀ

21:48 - August 07, 2012
د خبر لمبر: 2387959
نړيواله ډله: د كويت اميری ديوان د يوې بيانیې په جاری كولو سره په دغه هېواد كښې مېشته د سعودی عرب د وهابيانو لخوا په يو ډله ايز سایټ كښې د امام حسن او امام حسېن عليهم السلام په مقدس شان كښې ګستاخی په سختۍ سره وغندله.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د نون خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ، په دغه بيانيه كښې راغلی دی: د اكويت اميری ديوان دغه غلط او ناخوښه اقدام په سختۍ سره غندی چې اعلان كوی چې دغه ديوان د اسلامی اصو لو او مقدساتو په شان كښې د ګستاخی كوونكو د محاكمه كولو لپاره د ضروری تدابيرو د غوره كولو لپاره د فوری رد عمل ښودنه كوی.
د دغې بيانې له مخې د كويت د اميرۍ ديوان يو ځل بيا د دينی اعتقاداتو د سپكاوی دغه اقدامات چې مقصد یې د فتنې اچول او ملی وحدت ته ګوزار وركول دی په سختۍ سره غندی چې دا ښودنه وكړی چې د دغه هېواد ولس د دا ډول خبيثانه حركاتو مخالف دے.
همدارنګ د كويت د پارلېمان شيعه استازيو هم د امام حسن او امام حسېن عليهم السلام په شان كښې سپكاوے وغاندۀ او د دغه سپكاوی د عاملانو په خلاف د قانونی كاروائۍ غوښتنه وكړه.
يادونه كیږی چې په كويت كښې مېشته د سعودی عرب يو وهابی د دين په خلاف يو اقدام كښې په يو ډله ايز سایټ كښې د حسنېنو عليهم السلام په شان ګستاخی وكړه او دغه اقدام د كويت د سنی او شيعه مسلمانانو قهر او غضب راوپاروۀ.
د كويت يوې باخبرې سرچينې په قول د كويت د انټرنټی جرائمو ادارې د سعودی عرب دغه وهابی د (م.خ.ش) په نامې سره پېژندلے دےاو د هغۀ د نيولو لپاره عمليات جاری دی.
1072062
captcha