د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د المنار د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، سيدحسن نصرالله بېګاه د زمری دمياشتې په شپاړسمه نېټه د اسلامی مقاومت د ملاتړو مېرمنو د تنظيم د روژه ماتی له مراسمونه پس په يوه وېنا كښې د مصر د سينا د پوله ايزې سيمې د غمناكې پېښې او د مصر افسرانو او عسكرو لپاره رامنځته شوې حادثې په اشارې سره وويل: ډله ايزو رسنيو وويل چې ١٥ يا ١٦ مصری افسران او عسكر ووژل شول او سرونه یې پرې كړې شول.
هغۀ وويل: دا يوه ډېره له غم او افسوس نه ډكه پېښه ده او زمونږ ذمه واری جوړیږی چې ووايو چې دا حمله غندل شوې او ډېره له درد او غم نه ډكه ده او دا چې د دې نسبت دين، اسلام او مقاومت ته وركړے شی يا یې په باره كښې يو لړ شعارونه وركړې شی او زۀ د مصر مشرتابۀ، د دغه هېواد فوځ او د شهيدانو افسرانو او عسكرو كورنيو ته تسليت وايم.
هغۀ څرګنده كړه: د سيمې د امن او امان لپاره دوه حقيقی ګواښونه موجود دی؛ يو غاصب اسرائيل او دويم تكفير فكر دے چې په عرب او اسلامی نړۍ كښې یې د رواجولو لپاره كوشش كیږی او د پردې شا ته یې هغه عرب حكومتونه دی چې د عربو د نړۍ د تېول په پېسو سره د داسې تفكر ملاتړ كوی.
سيد حسن نصرالله وويل: له دې پېښې نه تر ټولو زياته ګټه اسرائيل اوچتوی او دا اسرائيل دے چې د دې پېښې له نتائجو څخه استفاده كوی. نو په دې بنياد انسان ويلې شی چې دا حادثه مشكوكه ده او په دې خبره باندې تاكيد كوم چې د دا ډول حادثې له اسلام، دين او قران سره هیڅ تعلق نۀ لری.
هغۀ همدارنګ د سيمې بدلونونوته په اشاره كښې وويل: په دې ورځو كښې په سيمه كښې زمونږ په خواوشا كښې د يو لړ بدلونونو او قتل و غارت او په سوريه كښې د لبنانی او ايرانی زائرينو د تښتولو او په عراق كښې د ګڼ شمېر چاودنو او په بحرېن كښې د سوله غوښتونكو كسانو تښتولو او همدارنګ په قطيف كښې د روانو پېښو په وجه يو لړ دردناك حالات رامنځته شوی دی.
هغۀ زياته كړه اميد لرو چې د مصر د بدلونونو او د ټنلونو له بندېدو نه پس پكار دی د غزې محاصره ختمه شی.
سيد حسن نصرالله وويل: د اسرائيلو غاصب رژيم د لبنان اسلامی مقاومت د ځان لپاره وړومبنے ګواښ ګڼی او د دغې ويرې په وجه یې په سيمه كښې سازشونو او دسيسو ته مخه كړې ده.
هغۀ زياته كړه: د اسرائيلو غاصب رژيم د عربو له سترو فوځونو څخه اطـمينان لری ځكه چې د دغو فوځونو فېصلې امريكه كوی او هغه ټولې وسلې چې د عربو فوځيانو په لاسو كښې دی اسرائيل ترې هیڅ ويره او اندېښنه نۀ لری. او دا د لبنان اسلامی مقاومت دے چې د غاصب صهيونېسټ د لارې خنډ دے. او دا زمونږ لپاره يو نعمت دے چې ددې سبب ګرځی د اسرائيل به اوس له هر ډول تيری او حملې نه مخكښې زر ځله فكر او سوچ كوی.
1072792