IQNA

د پاكستان (( اسلامی اتحاد)) تنظيم د برما په پېښو كښې د ملګرو ملتو د مداخلت غوښتنه وكړه

21:47 - August 07, 2012
د خبر لمبر: 2387962
نړيواله ډله: د پاكستان اسلامی اتحاد تنظيم پرون د زمری د مياشتې په شپاړسمه نېټه د كراچۍ د پرېس كلب په مخكښې د يو لړ احتجاجی مظاهرو په كولو سره په برما كښې د مسلمانانو د قتل د بندولو او په دغه هېواد كښې د دغو پېښو د مخنيوی لپاره د ملګرو ملتو د مداخلت غوښتنه وكړه
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د پاكستان چاپ The News ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، په دغو مظاهرو كښې ګډون كوونكو د يو شمېر بېنرونو او پلې كارډونو په اوچتولو سره د پاكستان له حكومت څخه وغوښتل چې د برما د مسلمانو د قتل عام د بندولو لپاره دې عملی ګامونه اوچت كړی.
د كراچۍ د اهل سنت جماعت مشرانو هم په دغو مظاهرو په ګډون سره د برما له مسلمانانو وروڼو څخه د خپل هراړخيز ملاتړ اعلان وكړ او له ملګرو ملتو او اسلامی ملكونو څخه یې وغوښتل چې د دې مسئلې د حل لپاره دې د عمل مېدان ته راودانګی.
د رپوټ له مخې د دغو مظاهرو په دوران كښې د پاكستان د پوليسو لخوا سخت امنيتی تدابير شوی وو.
1072990
captcha