د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې، د راډيو قرآن د انټرنیټی چارو، اطلاع رسونې او د قرآن د ډلې مدير حجت الاسلام محمود رضاذكاوت بیګا شپه د قرآن په شلم بين المللی نندارتون كښې د راډيو قرآن په غرفه كښې د قرآنی فعالو خبريالانو د قدرونې او درنښت له مراسمو كښې د دغو مراسمو د ترسره كولو هدف ته په اشارې سره څرګنده كړه: راډيو قرآن له تير كال نه د ځينو خبريالانو هغو زياتو زحمتونو ته په پام سره چې په سټريس او خطر سره سحت كار كوی، ضروری وګڼله چې د هغوی قدرونه وشی او داشان تيركال دغه مراسم په ايكنا خبری آژانس كښې او سږكال د قرآن په بين المللی نندارتون كښې ترسره شول.
دوی ووئيل: د ايران د اسلامی جمهوريت محنتی خبريال شهيدصارمی چې په كال ١٣٧٧كښې د خپلې دندې د ترسره كولو په وخت شهيد شو، پكار دی د ټولو خبريالانو لپاره يو سيمبول وی.
1072663