د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د المنار چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د حزب رسانه ای كمېټۍ په دغې بيانيه كښې وويل: د شام د رېډيو او ټيلی ويژن په ودانۍ كښې چاودنه د جنګ په دوران كښې په غېر فوځی ځايونو باندې له نۀ حملې سره د اړوندو نړيوالو قوانينو خلاف ورزی او د رسانه ای ازاديو څرګنده خلاف ورزی ده.
د حزب الله په بيانيه كښې راغلی دی: دغه چاودنه د شام د خبريال محمد السعيد له وژلې نه له يوې هفتې نه كم وخت پس رامنځته شوه او د دغه جنايت عاملانو اسلامی ، انسانی او اخلاقی ارزښتونه ترپښو لاندې كړل.
د حزب الله رسانه ای كمېټۍ له ټولو مسئولو ډلو څخه وغوښتل چې اجازه دې وركړی چې رسنې بې له څه دباؤ او ګواښ خپل فعاليت ته دوام وركړی.
د يادونې ده چې وړمه ورځ سهار د شام د رېډيو او ټيلی ويژن د ودانۍ په دريم چت كښې يو لاسی بم وچاودۀ چې د هغې له كبله د منېټرنګ كوټه ورانه شوه. او څو تنه معمولی ژوبل شو.
1073111