IQNA

د سعودی عرب په جوماتونو كښې د شيعه مسلمانانو توهين

21:21 - August 08, 2012
د خبر لمبر: 2388780
نړيواله ډله: د سعودی عرب د اوقافو او اسلامی چارو وزارت د جُمعې په خطبو او د جَمعې په نمونځونو كښې په يهوديانو او مسيحيانو باندې لعنت ويل او ورته بدرد ويل منعې شول؛ دا په داسې حال كښې دی چې شيعه مسلمانانو ته بد رد ويل او توهين د دغه هېواد په جوماتونو كښې دوام لری.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د سعودی عرب دغه وزارتخانې د جوماتونو امامانو ته په يوې اطلاعیې كښې له هغوی څخه غوښتی دی چې په يهوديانو او عيسائيانو باندې له لعنت ويلو او د هغوی د هلاكت له بددعا نه دې ډډه وكړی.
د سعودی داسلامی چارو وزارت په دغه اطلاعيه كښې شيعه ؤ ته بدې ردې ويل او د هغوی توهين منعې نۀ كړ او د سعودی ملايان هم هغه شان اجازه لری چې په جوماتونو كښې د شيعه مسلمانانو توهين او سپكاوی ته دوام وركړی.
د سعودی عرب د ټولې ابادۍ تقريباً درې ميليونه شيعه مسلمانان دی چې د مشرق په تېل برسېره كوونكی سيمه كښې د سختو اجتماعی نابرابريو او بې انصافيو په سيوری كښې ژوند كوی. په سركاری عهدو باندې د شيعه ؤ ګمارل منعې دی او هغوی حق نه لری په مېډيا كښې راڅرګند شی.
1073804
captcha