IQNA

په فلسطين كښې د ((الاقصی )) د قران نړيوالې سيالۍ شروع شوې

21:22 - August 08, 2012
د خبر لمبر: 2388786
نړيواله ډله: د الاقصی په نامه د قران شريف د حفظ او قرائت نړيوالې سيالۍ د ګل له ورځې د زمری د مياشتې له شپاړسمې نېټې څخه د فلسطين د دينی چارو او اوقافو د وزارت په اهتمام سره د رام الله په بېسټ ايسټرن هوټل كښې شروع شوې.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د فلسطين چاپ القدس ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، دغه سيالۍ د نړۍ د مختلفو هېوادونو د لسګونو تنو قاريانو او حافظانو په شتون او د څو عربی او اسلامی هېوادونو په داورانو د مشتملې يوې كمېټۍ تر څارنې لانېد شروع شوې دی.
د الاقصی د قران شريف نړيوالې سيالۍ به د روانې هفتې تر اخېره پورې دوام ولری او دغه سيالۍ به د ټول قران شريف دحفغ، تجويد، د شلو پارو او لسو پارو د حفظ او تجويد په څانګو كښې كیږی.
دغه سيالۍ به د اختتاميه مراسمو په جوړېدو سره خپل كار ختم كړی او په دغو مراسمو كښې به سيالی كوونكو ته نغدی او غېر نغدی انعامونه وركړی.

1073791
captcha