IQNA

ملی خبرې اترې سورئې ته د آرامښت د ورګرځولو په لړ كښې ډيرغوره انتخاب دے

22:32 - August 08, 2012
د خبر لمبر: 2388806
سياسی ډله: د ايران د بهرنيو چارو د وزارت عربی او افريقائی مرستيال د ايران د اسلامی جمهوريت لخوا د سورئې د بدلونونو د څیړلو د مشورتی غونډې ترسره كولو ته په اشارې سره ووئيل: دغه غونډه په دې باور ده چې په سوريه كښې د ښكيلو خواؤ ترمينځ ملی خبرې اترې دغه هيواد ته د آرامښت د ورګرځولو په لړ كښې ترټولو غوره انتخاب دے.
د بهرنيو چارو د وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتو د لوئې ادارې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې، د ايران د خارجه وزارت د عربی او افريقائی برخې مرستيال حسين اميرعبداللهيان د ايران د اسلامی جمهوريت لخوا د سورئې د بدلونونو د څیړلو د مشورتی غونډې د كوربه توب په هكله په يولړ ويناو كښې اعلان وكړ: دغه غونډه سبا يعنې د روانې زمری د مياشتې په ١٩نیټه چې د ١٤٣٣هجری قمری كال د روژې د مباركې مياشتې د شلمې نیټې سره سمون خوری، په تهران كښې د سيمه ايزو او بين المللی اغيزمنو او علاقه منو هيوادونو په پام وړ شمير سره ترسره كیږی.
اميرعبدالهيان زياته كړه: د تهران غونډه په دې موخه جوړیږی چې له اوسنی كړكيچ نه د وتلو په لړ كښې د سورئې د خلكو سره د مرستې په موخه په سيمه ايزو او بين المللی هراړخيزو هڅو او كوششونو باندې ټينګار وكړی او پياوړې ئې كړی.
دوی څرګنده كړه: دغه غونډه په دې باور ده چې په سوريه كښې د ښكيلو خواؤ ترمينځ ملی خبرې اترې دغه هيواد ته د آرامښت د ورګرځولو په لړ كښې ترټولو غوره انتخاب دے. 1074209

captcha