سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا د جرګې رئيس په سوريه كښې وروستيو بدلونونو ته په اشارې سره ووېيل: لويدیځوالو لپاره د دې چې صهيونسټی رژيم له انزوا او زوال نه وباسی، د سيمې د خلكو پام سورئې ته ګرځولے دے چې وئيلې شو د سورئې د خلكو برخليك د سيمې د ټولو ولسونو سره اخښل شوے دے او ندی پكار چې هغه يوازې د دغه مسلمان هيواد سره مختص وبولو.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: علی لاريجانی د قم ولايت د سياسی او ټولنيزو فعالانو په غونيه كښې چې پرون مازدیګر ترسره شوه، څرګنده كړه: د سيمې ځينی عرب هيوادونه د سورئې په بدلونونو كښې په يولړ توهماتو اخته شوی دی او د لويدیځوالو سره ملګرتيا كوی چې هغو ته سپارښتنه كوم چې په سوريه كښې د آرامښت د ورګرځولو په لړ كښې د سيمې د ولسونو سره ملګرتيا وكړی.
د اسلامی شورا په جرګه يعنې پارليمان كښې د قم د خلكو استازی ووئيل: د لبنان د ٣٣ورځنی جنګ نه پس صهيونسټی رژيم د زوال په لور لاړ او لويدیځوالو او د هغو په سر كښې امريكې لپاره د دې چې دغه جعلی رژيم له انزوا او زوال نه وژغوری، په سوريه كښې يولړ تحركات ترسره كړل او د سيمې عمومی افكار ئې دغه هيواد ته ورواړول.
دۀ څرګنده كړه: د ايران اسلامی جمهوريت په سوريه كښې د آرامښت او ثبات د ټينګيدو غوښتونكے دے او دا مسئله په جديت سره تعقيبوی. 1073918