IQNA

د اسلامی بيدارۍ سره د استكبار كينه د برما د مسلمانانو د وژلې دليل دے

22:31 - August 08, 2012
د خبر لمبر: 2388819
سياسی ډله: د ايران د پارليمان د قرآن او عترت د فراكسيون مشرې د دې ټكی په بيانولو سره چې د ميانمار يا برما د مسلمانانو وژله د اسلام او بدمت ترمينځ اختلاف نه دے، ووئيل: د دغې موضوع علت په پريكنده توګه د بشری حقوقو نقضيدل او د اسلامی بيدارۍ سره د استكبار بغض او كينه ده چې د ميانمار د واكمنانو په لاس عملی كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې د ايران د اسلامی شورا د جرګې د قرآن او عترت د فراكسيون رئيسې ميرمن لاله افتخاری د پارليمان په پرونۍ څرګنده غونډه كښې په دې بيان سره چې د ميانمار يا برما ننې وضعيت حقيقی هولو كاسټ دے، ووئيل: په خواشينۍ سره د نړيوالو ټولنو د چپتيا په وجه نن سبا د زرهاؤ بې ګناه كسان د اسلام غوښتنې په جرم قتل عام كیږی.
دې په دې بيان سره چې د ميانمار يا برما د مسلمانانو وژله د بدمت او د اسلام د دين ترمينځ اختلاف نه دے ووئيل: د دغې موضوع علت په پريكنده توګه د بشری حقوقو نقضيدل او د اسلامی بيدارۍ سره د استكبار بغض او كينه ده چې د ميانمار د واكمنانو په لاس عملی كیږی
افتخاری د خپلو ويناؤ په يوه بله برخه كښې د سورئې او بحرين مسئلو ته په اشارې سره څرګنده كړه: د سورئې مسئله د خلكو او واكمن حكومت ترمينځ اختلاف او په بحرين كښې د شيعه او سنی اختلاف نه دے بلكې د انګلستان د تفرقه اچونې او د حكومت ړنګونكو سياستونو اجرا ده چې نن سبا د امريكې لخوا كنټرولیږی، نو له ټولو مسلمانانو، بودائيانو او پتيالو انسانانو نه غواړو چې د دغو جنايتونو د غندلو په لړ كښې اقدام وكړی.
1073315

captcha