د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مركزی اېشياء د څانګې د رپوټ له مخې د آذربائيجان جمهوريت پوليسو د ګل په ورځ ماښام د زمری د مياشتې په شپاړسمه نېټه د دغه هېواد د اسلامی ګوند د پخوانی مرستيال كور ته په ننوتو سره د هغۀ چې له ١٣٧٦ هجری نمريز كال څخه یې له دغه ګوند سره ملګرتيا ختمه كړې ده تلاشی وكړه.
د آذربائيجان حكومت هغه د دغه هيواد كيفری قانون د ٢٣٤ مادې له مخې ( د غېر قانونی نشه ايزو مواد د لرلو، توليدولو، اكتساب، ذخيره كولو، وړلو راوړلو، او حرڅولو په تور) ونيوۀ او جېل ته یې كړ.
د ويلو ده چې د آذربائيجان حكومت له دې مخكښې هم د اسلامی ګوند زياتره مسئولان او كاركنان منجمله د دغه ګوند مشر موسم صمداف، د هغۀ مرستيال واقف عبدالله اف او ګڼ شمېر نور فعالان چې د حكومت په اسلام مخالفه اقداماتو په تېره بيا د اسلامی پردې په ممنوعيت باندې یې اعتراض او احتجاج كوۀ د دهشتګردانه عملياتو، د غېر قانونی وسلې د لرلو او د اقتدار د حاصلو په شان په بې بنيادو او چټی الزاماتو باندې نيولی او قبد كړی دی.
دا په داسې حال كښې دی چې واقف عبدالله اف چې په تېر كال كښې یې نيولے او يولس كاله قېد یې پرې خېژولې ؤ په دې وروستيو وختونو كښې د تشدد او د دغه هېواد د حكومت لخوا د بې پامۍ او جسمانی سلامتيا د خرابۍ په وجه په جېل كښې وفات شو.
1073725