د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا د ملی امنيت او خارجې سياست كميشن غړی ښاغلی اسماعيل كوثری، په امريكا كښې له يوه بند څخه د ميرمن شهر زاد خوشی كيدا ته په اشار ې سره وويل دا لومړی ځل نه دی چې په امريكا كښې د ايران ښاريز په بې اساسه او نه ثابت شويو تورونو او د غير قانونی اقداماتو په بهير كښې محاكمه كیږی او زندانی كیږی.
د ايران د اسلامی شورا د ملی امنيت او خارجې سياست كميشن غړی ښاغلی اسماعيل كوثری، ډاګينه كړه له دې سره سره چې امريكا د ايران د اسلامی جمهوريت د بشری حقوقو په خلاف ورزۍ تورنوی تهران ډير ځله د امريكا نيول شوی ښاريز د اسلام د انسانی قوانينو او د بشری حقوقو د اصولو په بنسټ بخښلی او خوشی كړی یې دی.
ميرمن شهرزاد چې د ۲۰۰۸ ميلادی كال په دسمبر مياشت كښې ايران ته د پوځی تجهيزاتو د استولو لپاره د هڅې په جرم په امريكا كښې محاكمه شوی او پينځه كاله بندی شوی هم وه د اګست په ۷ نیټه له زندان څخه خوشی شوی او ټاكل شوی چې زر به ايران ته راورسیږی.
امريكا تل د دنيا خلكو ته د بشری حقوقو، د ښځو د حقوقو، د بيان د ازادۍ ، د ډيموكراسۍ او په داسې يو شمير نور شعارونو سره دوكه وركوی حال دا چې امريكا او اروپايی هيوادونه په خپله د بيان د ازادۍ او د بشری حقوقو تر ټولو ستر خلاف ورزی كوونكی هيوادونه دی.
1073883