په دبۍ كښې د سياليو ځاے ته د ايران دقرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د لېږل شوی خبريال د رپوټ له مخې د قران د حفظ د نړيوالو سياليود شپاړسمې دورې اختتاميه مراسم بېګاه د زمری د مياشتې په اتلسمه نېټه د ځای وخت مطابق د شپې لس بجې د دبۍ د واكمن د ولی عهد مكتوم بن محمد بن راشد آل مكتوم، د يو شمېر شېخانو او اسلامی شخصيتونو د ايران د سفارت د شارزافئير كوهزاد او په اماراتو كښې د ايران د كلتوری مركز د مشر سيد محمد حسېن هاشمی په شمول د اسلامی هېوادونو يو شمېر سفيرانو په شتون سره شروع شول.
دغو مراسمو د دبۍ د انعام د قران د سياليو كښې د ٢٠١٢ كال د اسلامی شخصيت په معرفی كولو سره دوام وموند او بيا د اېټلی د حافظ لخوا چې د اجمل ترتيل په سيالۍ كښې د برتر كس په توګه انتخاب شوے ؤ د قران شريف ايتونه تلاوت شول او همدارنګ د قران شريف د ترټولو ښكلی ترتيل له منتخبو حافظانو څخه د دوو تنو لخوا د قران شريف دمباركو ايتونو قرائت د دغو سياليو د اختتاميه مراسمو برخه وه.
د دبۍ انعام نومې د قران شريف د نړيوالو سياليو د كمېټۍ غړی احمد الزاهد په د دغو مراسمو په دوام كښې مېلمنو په تېره بيا خاص مېلمه او د دبۍ د حاكم ولی عهد ته د پخېر راغلی په ترڅ كښې د دغو سياليو يو رپوټ وړاندې كړ او بيا د دغو سياليو د كمېټۍ مشر شېخ ابراهيم محمد بوملحه وېنا وكړه.
هغۀ په هال كښې موجود مېلمنو په تېره بيا د اسلامی هېوادونو سفيرانو ته د پخېر راغلی په ترڅ كښې د دغو سياليو جوړول د متحده عرب اماراتو لپاره يو لوے سعادت وبالۀ او دا چاره یې د قران شريف تعليماتو او داسلام د مبين دين د تعليماتو ترويج ته د دغه هېواد د چارواكو د پاملرنې بيانوونكې وبلله.
1074670