د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (ايكنا) د العالم چېنل د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د عفوې نړيوال تنظيم په يوې بيانيه كښې په دې خبره پخلے وكړ چې شېخ نمر باقر النمر د سعودی عرب له شيعه مسلمانانو سره د امتيازی سلوك په وجه د دغه هېواد په حكومت باندې په ځلونو نيوكه كړې ده او اوس له يوې مياشتې نه زياته موده وشوه چې د هیڅ تور نه بغېر د سعودی ځواكونو لخوا نيول شوې دے.
د دغه نړيوال تنظيم په بيانيه كښې راغلی دی په قېد كښې د شېخ نمر صحيح حالت او وضعيت معلوم نه دے او د سعودی د كورنيو چارو وزارت ويلی دی چې په هغۀ باندې د فتنې اچولو لپاره د خلقو د هڅولو او د تلاشۍ په پاټك كښې د امنيتی ځواكونو په وړاندې د مقاومت او ډزرو كولو تور دے. دا په داسې حال كښې دی چې د هغۀ كورنۍ په دې خبره تاكيد كړے دے چې شېخ نمر په هیڅكله له ځان سره وسله نۀ ده لرلې او د نيولو په وخت هم يوازې او تش لاس ؤ.
د سعودی عرب ځواكونو تقريباً يوه مياشت مخښې شېخ نمر له تشدد نه په يوه ډله حمله كښې ونيوۀ او په دغه وسله ايزه حمله كښې شېخ نمر سخت ژوبل شو.
د عفوې د نړيوال تنظيم د مېنځنی ختیځ او د افريقې د شمال د پروګرام د ډائرېكټر مرستيالې حسيبه حاج صحراوی تاكيد وكړ: د شېخ نمر د نيول كېدو يوه مياشته تېریږی او دا تنظيم له سعودی مسئولانو څخه غواړی هغه دې زر ترزره ازاد او د هغۀ جرم دې اعلان كړی.
1074968