د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځې او جنوب لويدیځې څانګې د رپوټ له مخې د اسرائيلو د پارلېمان اورپكی نمائنده آری الډر د مسلمانانو او يهوديانو ترمېنځ د مسجدالاقصی د تقسيمولو بل د سرائيلو پارلېمنټ ته وړاندې كړ چې د فلسطينيانو له سخت مخالفت سره مخامخ شو.
د اسرائيلو د پارلېمان افراطی نمائنده تجويز وړاندې كړ چې دې ته په پام سره چې مسجدالاقصی د دواړو دينونو د پېروكارو لپاره يو مقدس مكان دے دا مكان پكار دی د دينی مراسمو په تېره بيا په اخترونو او نورو دنی مناسبتونو كښې د مراسمو د ادا كولو په وخت د مسلمانانو او يهوديانو ترمېنځ تقسيم شی.
د تركی د اوقافو د چارو د شورا مشر عبدالعظمی صلحب پرون د زمری د مياشتې په شلمه نېټه وويل: د پلاننګ عواقب به د مسلمانانو او يهوديانو ترمېنځ د لازياتو جنګ جګړو سبب وګرځی او اسرائيل به د دغه پلان له ناوړو نتائجو سره مخامخ شی.
هغۀ وويل: دغه څرګندونې د يهوديانو د بې پانه لالچ نه بغېر بل څه نۀ دی؛ ځكه چې مسجدالاقصی د مسلمانانو جومات دے او يهوديان هلته هیڅ حق نۀ لری او د مسلمانانو لخوا د دې موضوع منل هیڅ امكان نۀ لری.
1075270