IQNA

د قدس شريف د جُمعې نمونځ د درې نيم لكو نمونځګزارو په ګډون سره ادا شو

21:37 - August 11, 2012
د خبر لمبر: 2390428
نړيواله ډله: د الاقصی د اوقافو او ميراث موسسې د يو رپوټ په خپرولو سره وويل چې له درې نيم لكو نه زياتو كسانو پرون د زمری د مياشتې په شلمه نېټه د قدس شريف د جُمعې د نمونځ په اجتماع كښې ګډون وكړ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) CPI د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د الاقصی د اوقافو او ميراث موسسې په دغه رپوټ كښې ويلی دی چې د روژې د مباركې مياشتې له شروع نه تر اوسه پورې په مسجدالاقصی كښې د دې هفتې د جُمعې نمونځ د فلسطينی مسلمانانو ترټولو لويه اجتماع ګڼلې كیږی.
د دغې بيانیې په دوام كښې راغلی دی: د الاقصی جومات اكثر انګڼونه له نمونځګزارو څخه ډك وو چې د صهيونېسټ رژيم د امنيتی ځواكونو لخوا د رامنځته كړې شويو امنيتی مشكلاتو باوجود یې د نمونځ د ادا كولو لپاره ځانونه د عبادت دغه ځاے ته رارسولی وو.
د مسجدالاقصی د جُمعې خطيب ټول نمونځګزاران وحدت او يووالی ته راوبلل او د نمانځۀ لپاره د فلسطينيانو دومره لويه اجتماع یې د غاصبانو په وړاندې د خلقو د مقاومت نښه او يو لوے وياړ وبالۀ.
1075585
captcha