IQNA

د بحرين انقلابيانو ته د دهشتګرد خطاب كول له انصاف سره د دښمنۍ ښودنه كوی

21:38 - August 11, 2012
د خبر لمبر: 2390433
نړيواله ډله:د منامې ښار د جمعې خطيب ايت الله شېخ عيسی قاسم پرون د زمری د مياشتې په شلمه نېټه وويل: د آل خليفه د رژيم لخوا د بحرېن خلقو ته د خرابكارو، دهشتګردو او اېجنټانو د ډلو خطاب كول له عدل او انصاف او دين سره د دغه رژيم د دښمنۍ او له انسانيت او لوړو اخلاقو څخه د وتلو ښودنه كوی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د شيعه مسلمانانو د خبری اېجنسۍ (اباء) په نقل سره رپوټ وركړ، د بحرېن د الدراز سيمې د امام جعفر صادق عليه السلام نومې جماعت كښې د منامې ښار د جُمعې د نمانځۀ خطيب ايت الله شېخ عيسی قاسم څرګنده كړه: د بحرېن سياسی او اصلاح غوښتونكے غورځنګ د عربی نړۍ له بدلونونو او انقلابونو سره هیڅ تعلق نۀ لری او دغه غورځنګ به له هر څه باوجود خپلې سوله ايزې لارې ته دوام وركړی.
ايت الله شېخ عيسی قاسم په دوام كښې وويل: د بحرېن سوله ايز او اصلاح غوښتونكے غورځنګ د نورو وروستيو انقلابونو په شان د دې په انتظار نۀ ؤ چې د تيونس انقلاب شروع شی او بيا یې لمبې خورې شی كه څه هم تر يو حده پورې یې له هغو څخه تاثير اخېستے دے.
هغۀ څرګنده كړه؛ په ډله ايزو رسنيو (مېډيا) كښې د خبرو اترو په حقله د واكمن رژيم خبره كول له هر ډول هغې فېصلې او اقدام څخه خالی خبره ده چې د ملت او د ولسی اصلاح طلبو مطالباتو په ګټه وی.
د منامې د جُمعې خطيب همدارنګ څرګنده كړه: د آل خليفه د رژيم لخوا د بحرېن خلقو ته د خرابكارو، دهشتګردو او اېجنټانو د ډلو خطاب كول له عدل او انصاف او دين سره د دغه رژيم د دښمنۍ او له انسانيت او لوړو اخلاقو څخه د وتلو ښودنه كوی.
د بحرېن د شيعه مسلمانانو د علماؤ د شورا مشر تاكيد وكړ: د مسائلو يوازېنۍ حل لاره د كړكېچ د ختمولو او د ټولنې د ټولو ډلو لپاره د ارام ژوند د رامنیځته كولو په هدف سره د اصلاحاتو په لار كښې قدم اېښودل دی.
آيت الله شېخ عيسی قاسم په اخېر كښې تاكيد وكړ: كه واكمن رژيم د برخليك په ټاكلو كښې د ملت لپاره د ارزښت او د هغوی او د ژوند د خط قائل دے نو بيا پكار دی د عادلانه او اصلاح طلبانه مطالباتو منلو نه وروستو نۀ شی او پكار دی له بې حده ظلم ، توهين او سپكاو نه لاس واخلی.
1075527
captcha