IQNA

په اروپا كښې د حلال محصولاتو د پام وړ تقاضه او غوښتنه

14:02 - August 12, 2012
د خبر لمبر: 2391012
ټولنيزه ډله: د حلال مۍمحصولاتو او خوراكی موادو بازار په اروپا په تيره بيا په آلمان كښې د مسلمانانو ژوند ته په پام سره د پام وړ وده تجربه كوی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د اروپائی څانګې د رپورټ له مخې: حلال وړاندې شوی محصولات په ټوله نړۍ كښې د ودې په حال كښې دی او كارپوهانو په دې باب ووئيل: په ١٣٨٨هجری شمسی كال كښې په بازار كښې د حلال غذائی موادو برخه ٦٣٠ميليارډ ډالرو ته رسيدلې وه او په كال ١٣٩٢كښې به يو ټريليون ډالرو ته ورسی.
ترسره شويو تحقيقاتو ته په پام سره په ټوله دنيا كښې له هرو دريو متقاضيانو نه يو تن د اسلامی اصولو مطابق حلال محصولات استعمالوی.
همداراز د اروپا په تيره بيا د جرمنی يا آلمان د مسلمانانو زياته برخه د روژې په مباركه مياشت كښې د حلال خوراكی موادو استعمالولو ته لازيات حساسيت څرګندوی. 1075267
captcha