IQNA

په فنلېنډ كښې د شرعی احكامو د ترسره كولو د څه رنګوالی څېړنه

19:53 - August 12, 2012
د خبر لمبر: 2391186
اجتماعی ډله: دې ته په پام سره فنلېنډ يو داسې هېواد دے چې د نمر ختل او پرېوتل پكښې له نورو هېوادونو سره فرق كوی، داهلبېتو (ع) نومې اسلامی مركز په دغه سيمه كښې د شرعی اوقاتو له څېړنې وروسته اوس په دغه سيمه كښې د مسلمانانو پوښتنو ته ځواب وائی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې دې ته په پام سره چې دغه هېواد له جغرافيائی نظره په داسې سيه كښې پروت دے چې شپه یې له ٢٢ ګېنټو نه زياته اوږده ده او حتی د نمر د ختلو او غورزېدلو د صحيح وخت ټاكل يو لړ مشكلات رامنځته كوی، د فن لېنډ د اهلبېتو (ع) د اسلامی مركز لخوا د ترسره شويو غږمليتاو له مخې د معظم رهبر د دفتر د استفتائاتو د څانګې مسئول حجت الاسلام رضائی او د هلا ل كمېټۍ غړی موحد نژاد د سږ كال د رمضان د مياشتې په شروع كېدو سره په دغه سيمه كښې درې ورځې د نمر ختل او پرېوتل رصد كړل او په دې حقله یې يو لړ ضروری څېړنې او بحثونه ترسره كړل چې د دغه مركز مسئولان وكړې شی د دغې سيمې د مسلمانانو شرعی احكامو ته په صحييح او دقيقه توګه ځواب ووائی.
دغه اسلامی مركز همدارنګ له دغو مواردو نه علاوه د معظم رهبر، ايت الله العظمی سيستانی او ايت الله العظمی مكارم شيرازی له دفترونو سره د شرعی احكامو د اجرا د څه رنګوالی په باره كښې يو لړضروری غږمليتاوې ترسره كړی دی.
د دغه مركز يو بل پروګرام د هغوی فقهی پوښتنو ځواب وركول دی چې له پائېتخت څخه د مسلمانانو لری والی ته په پام سره د ټيلفون يا انټرنټ له لارې بڼه نيسی او همدارنګ له روژې سره متعلق زيات مهم استفتائات چاپ شوی دی اوهم په انټرنېت كښې د خلقو د استفادې لپاره وركړې شوی دی.
1076388
captcha