IQNA

((ښځه د اسلامی بشری حقوقو له نظره)) موضوع څیړله كیږی

23:35 - August 12, 2012
د خبر لمبر: 2391287
ټولنيزه ډله: د انسانی كرامت او اسلامی بشری حقوقو د نړيوالې ورځې د كليزې سره په يو وخت يعنې د روانې زمری د مياشتې په ٢٤نیټه ((ښځه د اسلامی بشری حقوقو له نظره)) په نامه سيمينار د ايران د جمهوری رياست د ښځو او كورنيو د چارو د مركز په همت ترسره كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې، د ايران د جمهوری رياست د ښځو او د كورنيو چارو مركز د اسلامی بشری حقوقو او انسانی كرامت په نړيواله ورځ د بشری حقوقو دڅارونكې سټراټيجيكې مؤسسې، د توحيدی دينونو د پيراوانو د ښځو د بين المللی اتحادئې، د سولې د مركز، د ټولنيزې سولې او عدالت د خوښونكو ميرمنو، د كاميابې كورنۍ د تنظيم او د ښځو د ورزش ائتلاف په شمول د بشری حقوقو په برخه كښې د فعالو ځينو سازمانونو او خلكو په همكارۍ سره د ((ښځه د اسلامی بشری حقوقو له نظره)) په موضوع سره يو سيمينار ترسره كوی.
د وئيلو ده چې دغه كانفرنس د راروانې سه شنبې يا نهې په ورځ، د روانې زمری د مياشتې په ٢٤نیټه مازدیګر ٥بجې په تهران كښې ترسره كیږی. 1075780
captcha