IQNA

د قدس شريف د آزادولو لپاره معكوسه شميرنه پيل شوې ده

23:35 - August 12, 2012
د خبر لمبر: 2391295
سياسی ډله: د قدس شريف د آزادولو د حاميانو جمعيت په دې باور دے چې د غاصبانو له لاسه د اسلامی ټاټوبو په تيره بيا د مسلمانانو دوړومبۍ قبلې د خلاصولو وخت رارسيدلے دے، په نژدې راتلونكی كښې به په ټوله اسلامی نړۍ كښې اسلامی بيرغ ورپیږی او په بيت المقدس كښې به د فتحې او بری آذان واورول شی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس د رپورټ له مخې: د قدس شريف د آزادۍ د حاميانو جمعيت د قدس د نړيوالو ورځې په مناسبت يوه بيانيه صادره كړه چې ځينې برخې ئې داسې دی.
د نړۍ مسلمانان، موحدان او پتيالان سږ كال په داسې حال كښې د قدس د نړيوالې ورځې هركلی ته ورځی چې دنيا د سترو او حيرانونكو بدلونونو په درشل ولاړه ده.
معنوی، فكری، كلتوری، سياسی او په تيره بيا اقتصادی بحران لويدیځه نړۍ بندون ته وركش كړې ده، دا شان چې نن سبا د ليبرل ډيموكراسۍ د هډوكو د ماتيدو غږ د نړۍ په زياترو سيمو كښې اوريدل كیږی.
د اروپا او امريكې خلك په تيره بيا ځوان نسل پس له لس هاؤ كلونو، د غفلت او هيرونې له خوبه راویښیږی. د لويدیځ د سرمايه دارۍ د مركزونو او سيمبولونو په وړاندې د خلكو پاڅون ښه ترا ښودنه كوی چې د هغوی ټول ټولنيز او اقتصادی مشكلات او ستونزې د سياست جوړونې او پلاننګ د قدرت په اركانو باندې د بين المللی سترو شركتونو د خاوندانو او ونډه والو او د يهودی سرمايه دارانو د تسلط او هم د هغو په وړاندې د امريكې او د اروپا د اتحادئې د اوسنيو چارواكو د لاس پوڅی توب له امله دی.
په اسلامی هيوادونو كښې د خلكو پراخه او ورځ په ورځ زياتيدونكې بيداری اوله عربی مينځنی ختیځ نه تر افريقې پورې په اسلامی نړۍ كښې په صهيونزم پورې د پيئلو او لاس پوڅو واكمنانو او ډيكټاټورانو پرله پسې پرزيدل، د ځمكې په مخ د موحدانو او مستضعفانو په ګټه د بنيادی بدلونونو يوه بله څرګنده نښه ده. 1076726
captcha