IQNA

قدس او د فلسطين مسئله د اسلامی نړۍ يو چورليز دی

17:02 - August 13, 2012
د خبر لمبر: 2392102
نړيواله ډله: په تهران كې د فلسطين د اطلاع رسونې مركز په يوې اعلامیې كې ويلی دی په دغې غونډې كې چې نن په تهران كې د فلسطين د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس په دفتر كې تر سره شوه.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د سمیې په هيوادونو كې د اسلامی ویښتيا او د فلسطين د موضوع په چورليزتوب سره او هم دا راز د قدس د نړيوالې ورځې د دستور و په باب پكښې بحث او د نظر تبادلې وشوې په دغې غونډې كې چې د فلسطين له انتفاذې د ملاتړ د كانفرنس عمومی منشی شيخ الاسلام، د فلسطين داسلامی جهاد غورځنګ استاذی ناصر ابو شريف او په تهران كې د حماس غورځنګ استاذی خالد قدومی هم شتون درلود، شيخ الاسلام پخپلو خبرو كې وويل قدس او فلسطين د اسلامی نړۍ چورليز دی او اسلامی امت بايد تل دصهونيسټ رژيم دنيواكګرو په وړاندې د فلسطين د خلكو له مقاومته په ملاتړ سره دې سپیڅلی ځايونه د صهونيسټانو له منګولو وژغوری
هغه همداراز د قدس د نړيوالې ورځې د دستورو په باب وويل د قدس نړيواله ورځ د اسلامی وحدت د ځليدا بيلګه ده.
1077311
captcha