د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ولسمشر ډاكتر محمود احمدی نژاد نن د اسلامی ملګرتيا په بیړنی ناسته كې د ګډون په موخه مدينې ته ولاړ چې په هوايی ډګر كې له ښكته كېدو سره سم د مدينې د امير او د دې ښار د چارواكو لخوا یې دروند هركلی وشو.
نوموړی د ملك عبدالله په رسمی غوښتنې مدينې ته تللی دی دا سفر له دې امله د اهميت وړ دی چې د ايران اسلامی جمهوريت د اسلامی ملګرتيا فعال او اغيز درلودونكی غړی دی.
ښاغلی احمدی نژاد د اسلامی نړی د مهمو موضوع ګانو د څیړنې په برخه كې په پوره چمتووالی سره په ياده ناسته كې ګډون كوی د اسلامی ملګرتيا اداره ۵۷ غړی لری چې له جغرافيايی پلوه په دريو آسيايی افريقايی او عربی برخو ويشل شوې ده.
رارسيدلي راپورونو پر اساس، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر محمود احمدي نژاد نن ماسپيښین په مسجد النبی کې د جمې لمانځه له اداکولو وروسته د اسلام دګران پيغمبر او په جنت البقیع کې د اهل بیت علیهم السلام د پاکو حرمینو زیارت وکړ .
ټاکل شوې د اسلامی ایران ولسمشر په شجره جومات کې د ماښام او ماسخوتن لمانځه له ادا کولو وروسته مکې شریفې ته لاړشي.
ډاکټر احمدي نژاد داسلامی ملګرتیا موسسې په بیړنې غونډې کې دګډون لپاره چې دعربستان دپاچا ملک عبدا... په وړاندیز سره د اګست په ۱۴او ۱۵ په مکې شریفې کې ترسره کیږي عربستان ته په سفر تللی.
د اسلامی ایران د ولسمشر او ورسره دپلاوي دغه سفر له دې اړه ډیر اهمیت لري چې د ایران اسلامی جمهوریت د اسلامی ملګرتیا موسسې یو فعال غړی دی او د اسلامی نړۍ د مهمو موضوعګانو د جاجونې لپاره او هم دا راز د هغو دسیسې د مخنیوي لپاره د اسلامي نړۍ په ضد پلان شوی دي او دا جرا کیدا په حال کې دي د مکې شریفې په غونډې کې ګډون وکړي .
1077250