IQNA

علی لاريجانی: د امريكایې ديموكراسۍ په سيمه كې نور خپل رنګ له لاسه وركړی دی

22:54 - August 13, 2012
د خبر لمبر: 2392105
سياسی ډله: د ايران د پارلمان مشر وويل چې نور په سيمه كې د امريكا ديموكراسی غوښتنې خپل رنګ له لاسه وركړی دی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی د پارلمان په ننی غونډه كې په ۳۳ ورځنی جګړه كې د لبنان د مقاومت د برياليتوب كليزې ته په اشارې سره وويل صهيونست رژيم ته د لبنان د مقاومت د څپړې درد دومره زيات ؤ چې په خپله دننه په صهيونست رژيم كې د سياسی ستونزو پيدا كېدو لامل شو.
هغه داسې چې دوی له دې كورنی اوبهرنيو ستونزې وتلو لپاره دوه ويشت ورځنی جګړې ته مخه كړه چې هغه هم د صهيونست رژيم لپاره يوه بله رسوايی شوه.
علی لاريجانی وويل په دې وخت كې امريكا او صهيونست رژيم متوجه شول چې د مقاومت له نوې پديدې او نابرابرو جګړو سره مخامخ شوی دی چې په خپل ځان كې داسلام په نوی نسل كې يوډول ویښتيا له ځانه سره لری چې يواځې په ايران لبنان، فلسطين او عراق پورې نه اړوندیږی.
ښاغلی لاريجانی وويل داسلامی نړی په وروستيو بدلونونو كې د صهيونست رژيم فشار او په سيمه كې د امريكا د لاسپوڅو حكومتونو پای ته رسېدل هغوی يوه ناپاك يووالی ته وكاږل چې د اسلامی ايران په اړه د اسلامی ویښتيا د مركز په توګه او په سيمه كې د هغه د مقاومت د نورو ملګرو پر وړاندې په ډير په بېړه او قهر سره يوه غيرمعقوله طرحه اجراكړی ترڅو دا چې په ۳۳ ورځنی جګړه كې بې عزته شوی غواړی چې دهغه غچ دديموكراسی غوښتنې په پلمه له ايران حزب الله او سوریې څخه واخلی.
لاريجانی زياته كړه امريكا او صهيونست رژيم په دې وروستی كال كې خپله سويه درك كړې ده چې په سيمه كې له يوې كلكې ماتې او سقوط سره مخ دی.
لاريجانی وويل تهران د سيمې هېوادونو ته نوی خبرداری وركوی چې د امريكا په نقشو كې له لوبو ترسره كولو لاس واخلی ځكه چې د سيمې د خلكو په تاريخی حافظه كې پاتې كیږی.
1077340
captcha