IQNA

په تهران كښې د حج او زيارت د طبی كنګرې دائمی دبيرخانه پرانېستل كیږی

22:54 - August 13, 2012
د خبر لمبر: 2392167
د سلامتيا ډله: د سرې مياشتې د حج او زيارت د طبی مركز د زدكړې او څېړنې مرستيال وويل: د حج او زيارت د طبی نړيوالې كنګرې دائمی دبيرخانه په تهران كښې د اسلامی هېوادونو د حج او زيارت د وړومبنی طبی نړيوال كانفرنس له جوړېدو سره په يو وخت افتتاح كیږی.
د سرې مياشتې د حج او زيارت د طبی مركز د زدكړې او څېړنې مرستيال امين رضا طباطبائی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې خبرې د بيانولو په ترڅ كښې وويل: د حج او زيارت د طبی نړيوالې كنګرې دائمی دبيرخانه به په تهران كښې د اسلامی هېوادونو د حج او زيارت د وړومبنی طبی نړيوال كانفرنس له جوړېدو سره په يو وخت افتتاح او په كار شروع وكړی.
هغۀ د دغې دائمی دبيرخانې د جوړولو اهدافو ته په اشارې سره وويل: دغه دبيرخانه د حج او زيارت په لړ كښې د څېړنې له كار سره دلچسپی لرونكو ډاكټرانو او پېر مېډيكل عملې د علمی تعلقاتو او د خيالاتو د تبادلې لپاره يو مناسب مركز دے.
هغۀ زياته كړه: تراوسه تقريبا ٢٣ ملكونو او د هغوی چارواكو د اسلامی هېوادونو د حج او زيارت په نړيوالې كنګرې كښې د ګډون لپاره خپل چمتوالے اعلان كړے دے او دغه چلند لا دوام لری
1075918
captcha