د حضرت امام خمينی (رح) لخوا د قدس د نړيوالې ورځې له اعلانه درې دېرش كاله وروسته چې د ايران د اسلامی انقلاب له كاميابۍ نه يوازې څو مياشتې پس او د لبنان په جنوب كښې د فلسطين د مقاومت په اډو باندې د صهيونېسټ رژيم له هوائی تېريو نه وروسته یې بڼه ونيوه له ١٩٤٨ كال څخه د اسرائيلو تر قبضې لاندې زمكو د ازادولو او د فلسطينيانو د غصب شويو حقوقو په بيا حاصلولو كښې د مسلمانو او عربو ملتونو كردار يو ځل بيا د پېښو او خبرونو په سر كښې ځاے پېدا كړے دے.
له هغه وخت نه تراوسه پورې په اسلامی نړۍ كښې د فلسطين، قدس شريف، د مصر د سينا سيمه او د اردن، شام او لبنان د يو شمېر مهمو برخو د نيولو د دلائلو په باره كښې زياتې پوښتنې رامنځته كیږی.
مسلمان ولسونه د د دې تريخ حالت سره د مقابلې او صهيونېسټانو له وجود څخه د مقبوضه زمكو د پاكولو لپاره په ازادی بخښونكو كنډكونو كښې د خپلو غېرتمنو بچو د لام بندۍ لپاره اماده دی. چې د داسې يو حالت له تكرارېدو څخه مخنيوے وكړی او امريكايان، يورپيان او جنايتكارې ډلې له دې مسئلې څخه عبرت واخلی او پوه شی چې د عربو او اسلامی ملكونو له خاورې څخه د يو لوېشت تېرې څه نتائج لری.
البته ځينې كسان كېدې شی دا نتيجه اخېستنه له مبالغې نه ډكه او له علمی كېدو نه لرې وبلی. خو پكار دی هغو انقلابونو ته چې څو مياشتې مخكښې د عربی نړۍ كښې شروع شوی دی سترګې وغړوی چې هغه حكومتونه چې د مينځنی ختیځ په سيمه كښې د امريكائی او صهيونېسټی پلانونو د عملی كولو لپاره یې ملګرتيا كوله نسكور كړی دی . په داسې حال كښې چې زياتره خلقو باور لرلو چې دغه حكمرانانو به تر ابده پورې په اقتدار باندې قابض پاتې وی.
دغو ولسی انقلابونو د اسلامی امت د وګړو په ذهنونو كښې دا تفكر لا مضبوط كړ چې صهيونېسټ رژيم هم له بېخه رانړولې شی او دغه جعلی اسرائيلی رژيم په ډېره لنډه موده كښې د زمكې له مخه ختمولې شی.
صهيونېسټ رژيم په امريكائی- يورپی سټراتيجۍ سره په اسلامی امت باندې مسلط شو او لويدیځ د ټولو نړيوالو پرېكړ ليكونو په خلاف له اسرائيلی رژيم او د هغۀ له څرګندو جنايتونو څخه د هر اړخيز ملاتړ لپاره له هیڅ كوشش څخه ډډه نۀ ده كړې.
داپه داسې حال كښې د ی چې امريكا او په لويدیځه نړۍ كښې د هغې انډيوالان له خپلو سياستونو سره مطابق او د ايران، شام او د فلسطين او لبنان د مقاومت تر دباو لاندې راوستلو لپاره له دغو پرېكړ ليكونو څخه استفاده كوی.
دغو حالاتو ته په پام سره پېشګوئی كولې شو چې په راتلونكووختونوپه تېره بيا د راتلونكې جمعې په ورځ چې د روژې دمباركې مياشتې وروستۍ جمعه ده نړۍ به د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت د عربو او اسلامی ملتونو لخوا د يو لړ پراخو حركتونو كتونكې وی.
پكار دی دې موضوع ته پاملرنه وكړو چې صهيونېسټ رژيم د مصر په پوله ايزو سيمو كښې د نويو ماجره جوړونو باندې په لاس پورې كولو سره د مصريانو او فلسطينيانو ترمېنځ د تفرقې اچولو لپاره يو لړ فوځی حماقتونه كوی او دا چاره د اسرائيلو د بې مخينې سرګردانۍ بيانوونكې ده او اكثر د ارواښاد امام خمينی (رح) د وېناو په استناد سره دغه رژيم اوس دا احساس كوی چې له بل هر وخت نه زيات تباهۍ او نابودۍ ته نزدې شوے دے.
منبع: شبكه خبری «العالم»
1076485