د ايران د اسلامی شورا د جرګې د ملی امنيت او بهرنی سياست د مشر مرستيال منصور حقيقتپور د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې په دې بيان سره چې په تهران كښې د ناپيئلتوب د غورځنګ د غړو هيوادونو د مشرانو د شپاړلسمې غونډه ترسره كيدنه له څو اړخونو نه ډير اهميت لری، څرګنده كړه: په دغه غونډه كښې به ګڼ شمير هيوادونه د مشرانو يا د اغيزمنو كسانو په سطحه ګډون وكړی چې دغه كار به د ايران لپاره يوه ګټونكې پاڼه وی.
په پارليمان كښې د اردبيل د خلكو استازی د سيمې او په بين المللی كچه د ايران اوسنی موقعيت ته په اشارې سره ووئيل: دغه غونډه په يو حساس تاريخی پړاؤ كښې ترسره كیږی، كله چې نړيوال استكبار د ايران په اسلامی جمهوريت باندې د اقتصادی او سياسی بنديزونو د ښختولو په لټه كښې دے او نن سبا ايران د ناپيئلتوب د غورځنګ د غونډې كوربه دے چې يو ستر امتياز ګڼل كیږی او په بين المللی سطحه د ايران د سياسی وزن ښودونكے دے.
د ايران د پارليمان د ملی امنيت او بهرنی سياست د كميشن نايب مشر څرګنده كړه: د ناپيئلتوب شپاړلسمه غونډه د سيمې په سطحه د اسلامی او آزادی بخښونكی حركت د دفاع او د هغو پلانونو سره د مقابلې لپاره يو فرصت دے چې لويدیځ په تيره بيا امريكا ئې په سيمه كښې عملی كوی. او پكار دی د ايران اسلامی جمهوريت د خپلو نظر وړ ګټو د پرمخ بيولو لپاره له دغې غونډې نه ډيره ګټه واخلی. 1076343