IQNA

د ايران د زلزله ځپونكو له پسماندګانو سره د حماس د غورځنګ خواخوږی

22:54 - August 13, 2012
د خبر لمبر: 2392203
د فلسطين د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس) د يو پېغام په خپرولو سره د ايران په ختیځ آذربائيجان د زلزله ځپونكو له پسماندګانو سره خپله خواخوږی څرګنده كړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د CPI د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ،حماس په يو پېغام كښې چې پرون دزمری د مياشتې په ٢٢ نېټه خپور شود دغې دردناكې پسې د قربانيانو له پسماندګانو سره د همدردۍ په څرګندولو سره د ختیځ آذربائيجان د ګڼ شمېر كسانو په وژل كېدو د ايران ملت ته تسليت وويلو.
د فلسطين د اسلامی مقاومت غورځنګ همدارنګ د دغې بيانیې په يوه بله برخه كښې له خداے پاك څخه د دغې زلزلې د وژل شويو كسانو د مغفرت او د زخمی كسانو لپاره د زر شفا غوښتنه وكړه.
د يادونې ده چې په ختیځ آذربائيجان كښې د زلزلې د پېښې له رامنځته كېدو وروسته په ايران كښې د بهرنيو هېوادونو سفيرانو او د ملګرو ملتو نمائندګانو د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو له چارواكو سره په تماسونو كښې د خواخوږۍ په څرګندولو سره د انساندوستانه مرستو د وړاندې كولو لپاره د خپلې امادګۍ اعلان كړے دے.
1077236
captcha