IQNA

په تركی كښې د هېلری كلنټون په تګ باندې ولسی احتجاج

22:52 - August 13, 2012
د خبر لمبر: 2392204
سياسی ډله: د امريكې د بهرنيو چارو وزيره هېلری كلېنټون چې د شام د كړكېچ او مشكلاتو د ختمولو لپاره تركی ته لاړه ده د خپلو هيلو په خلاف په دغه هېواد كښې د ولسی ډلو له پراخو احتجاجونو سره مخامخه شوه.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې په تركی كښې پرون د زمری د مياشتې په ٢٢ نېټه د امريكې د بهرنيو چارو د وزيرې موجودګی له پراخو ولسی احتجاجونو سره مخامخه شوه او د دغه هېواد خلقو په بشيكتاش او د استنبول ښار په تقسيم مېدان كښې احتجاجی غونډه جوړه كړه چې په اخېر كښې د پوليسو له مداخلت سره مخامخه شوه.
هېلری كلېنټون د بندو دروازو شا ته د تركی له وزيراعظم رجب طيب اردوغان سره له كتنې وروسته له خپلې كوټې نه د راوتلو په وخت له د خلقو له احتجاج سره مخامخه شوه چې چغې یې وهلې: د مسلمانانو قتل عام مه كوه، ولس مه ګواښه.
د امريكې د بهرنيو چارو وزيرې تركی ته په خپل سفر كښې د دغه هېواد له بهرنيو چارو له وزيره احمد داود اغلو سره هم كتنه وكړه او د شام د مشكلاتو په حل كولو باندې یې پخلے وكړ په داسې حال كښې چې امريكه خپله په دغه هېواد كښې مشكلاتو او ناقرارۍ ته لمن وهی.
1077553
captcha