د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی تبليغاتو د قدس او انتفاضی څانګې په بيانیې كې راغلی دی چې اقصی جومات دريم پاك حرم دی چې د مسلمانانو لپاره په مكه كې له مسجدالحرام او په مدينه كې له مسجدالنبی وروسته له خورا ارزښت او اهميت څخه برخمن دی.
د اقصی جومات دمسلمانانو لومړی قبله ده چې مسلمانانو څوكلونه دياد جومات په لور لمونځ كاوه . عزيزانو دروژې مباركې وروستی جمعه په اقصی جومات كې دنړی دهرې برخې دمسلمانانو ديووالی له ځلانديوڅخه يوه ځلاده او روښانه بېلګه ده .
په ۱۳۵۸ ه ش كال كې داسلامی انقلاب دمشر امام خمينی ره له پيامه وروسته او در وژې مباركې دوروستی اونی دقدس په نامه له نومولو وروسته هركال نړيوال په پرتمينو غونډو او ددې اونی په لمانځلوسره دقدس دازادی او له صهيونست رژيم څخه دخپلې كركې ښكاروه كولوكتونكی او شاهدان وی.
د اسلام له نظره داقصی جومات ارزښت او ځایګاه څیړو په اسلامی روايتونوكې راغلی دی چې حضرت آدم ع دمسجدالحرام له جوړولو وروسته دخدای ج په امر داقصی جومات جوړول پيل كړل . د بيت المقدس ښار هم دنړی يو ډير مهم لرغونی ښار او دينی هويت دی دځينو تاريخی سرچينو له مخې ياد ښار ترڅلور زره كلونو زياته لرغونتيا لری چې دډيری پيغمبرانو او الهی نبيانو دژوندانه تاريخ له بيت المقدس ښار سره اړوندیږی چې دډيری پيغمبرانو استوګن ځای او پلارنی ټاټوبی دی چې له همدې امله خو له پخوانه تراوسه پورې دتوحيدی اديانو پيروان لكه يهوديت ، مسيحيت او اسلام ورته څانګړې پاملرنه درلودلې ده . هغه وخت چې حضرت ابراهيم ع له مصر څخه فلسطين ته هجرت وكړ دقدس په سپیڅلی ښاركې استوګن شوچې په هغې زمانه كې دقدس ښار په يبوس يعنې دسولې او آرامی په ښار مشهور ؤ.هلته ابراهيم ع دخدای ج په امر داقصی جومات په بيارغونه او جوړولو پيل وكړ ترڅو موحدان پكې عبادت وكړی چې په دې ترتيب سره دابراهيمی اديانوپه تاريخ كې دې ښارته دسپیڅلتيا بښلو په برخه كې لومړی ګام پورته شو.چې دخدای ج لوی پيغمبر حضرت ابراهيم ع دخدای په امرسره دې ښارته پاكه روح ور پو كړه.
هم دا راز دقدس ښار له دې امله هم سپیڅلی دی چې حضرت موسی ع په هغې كې دخدای تجلې او روښنايی ولېده اوله خدای ج سره یې خبروكړې . دحضرت موسی ع دپيغمبری پرمهال ؤ چې نوموړی پريكړه وكړه چې د فرعون د ظلم او ستم په دليل داسرائيلو قوم له مصر څخه دفلسطين ټاټوبی ته بوزی . خوددې قوم دسركشيو او نافرمانيو په دليل خدای ج هغوی څلو یښت كاله په دښتو او مېرو كې سرګردانه كړل او فلسطين ته یې دتلو اجازه ورنكړه او دې حالت هم د حضرت موسی عليه السلام د ژوند ترپايه دوام وكړ.
ويل كیږی چې د هغه حضرت د دفن ځای او محل بيت المقدس ته نږدې دی . په حقيقت كې بايد ووايو هغه يو شمير الهی نبيان چې نومونه یې په دې ورسوتيو الهی كتابونوكې راوړل شوی دی لكه حضرت ابراهيم ، يوسف ،يعقوب ،اسحاق ،داودد، سليمان ،اوزكريا عليهم السلام په فلسطين كې خاوروته سپارل شوی دی. له هغې وروسته چې كله حضرت داوود ع پيغمبری ته دخدای لخوا وټاكل شوهغه حضرت دبيت المقدس ښار او دهغه دعبادت ځای چې تاريخ وايی په ځلونو نړول شوی اوبيا رغول شوی دی آباد او له سره جوړكړی خوددې كال په ترسره كولو بريالی نشو چې بيا د حضرت داوود عليه السلام له وفاته وروسته ددې عبادت ځای درغولو چارې دهغه دزوی حضرت سليمان ع لخوا ترسره شوې هغه نورې مهمې پیښې چې په فلسطين كې رامنځته شوې اودتوجيدی دينونودپيروانولپاره داهميت او سپڅلتياوړدی.
د حضرت عيسی مسيح عليه السلام زوكړه ده . دسولې پاكې او ریښتينولی دپيغام راوړونكی حضرت مسيح دبيت المقدس سپیڅلی ښار ته څيرمه په بيت اللحم نومی كلی او قريه كې وزیږېدهغه حضرت په بيت المقدس ښاركې خپل دعوت پيل كړ اوله همدې ښاره وو چې آسمان ته وخوت اوباالاخره په بيت المقدس كې واقع داقصی جومات هغه ځای دی چې داسلام وروستی پيغمبر، درب معشوقې، دمدينې جان، سرور الكائنات، فخرالموجودات، حضرت محمد ص له دې ځايه دآسمان ولور ته خپل معراج پيل كړ دفلسطين دټاټوبی او بيت المقدس ښار ارزښت په هغه كې دسپیڅلو ځايونو دشتون له كبله دی چې خدای ج په قرانكريم كې له دې ټاټوبی څخه د سپیڅلی ټاټوبی په توګه يادونه كړې ده
همدارنګه الله ج په قران مجيد كې دهغه عبادت ځای لپاره چې دالهی پيغمبرانولخوا په بيت المقدس كې جوړ به ځلونو یې دبيارغونې كارشوی او له سره جوړشوی خدای ج ورته داقصی جومات نوم ټاكلی دی : دهجرت دويم كال ؤچې دخدای ج په امری دمسلمانانو قبله دبيت المقدس له اقصی جومات څخه په مكه كې دمسجدالحرام په لور وګرځول شوه :
1078243