د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران په قم كښې دتقليد يوه ستر مرجع آيتاللهالعظمی مكارم شيرازی، نن د اسلامی تبليغاتو د هماهنګۍ د لوړې شوری د قدس او انتفاضې د كمیټۍ غړيو سره په كتنې كې وويل چې د قدس نړيواله ورځ د امام خميی رحمه الله عليه يادګاره ډالۍ ده چې د مسلمان او اسلامی نړۍ د سرنوشت یې بدل كړې دی.
هغه همدارنګ د شام د حإلاتو ته په اشارې سره د قران پاك سپارښتنو او د مسلمانانو ترمينځ د جنګ او وينې بهيدا ختمولو ته د ځينو اسلامی هيوادونو په تيره بيا د سعودی عربستان د واكمنانانو په بې پامۍ نيوكه وكړه.
د ايران په قم كښې د تقليد ستر مرجع آيتاللهالعظمی مكارم شيرازی وويل اسلامی هيوادونه بايد د قران مجيد لارښوونو ته په پام سره د سولې د ټينګيدا لپاره د هڅې په ترڅ كښې له زور ويونكو سره مقابله وكړی.
آيتاللهالعظمی مكارم شيرازی ټينګار وكړ د سعودی عربستان په شمول د سيمې ځينې هيوادونه د قران كريم د حكمونو په اپوټه نه يوازې په دنيا كښې د امنيت او سولې د ټينګيدا لپاره هیڅ هڅه نه كوی بلكې په ملتونو حملو سره د وژلې او وينې د بهيدا سبب هم كیږی.
د ويلو ده چې سعودی عربستان د بحرين، يمن، مصر، عراق او سوریې په شمول په ډيرو اسلامی هيوادونو كښې د بې ثباتۍ او جنګونو د رامينځته كولو ستر عامل دی او دغه هيواد په ټوله دنيا كښې ترهګرو او وهابی سر زورو ډلو ته پيسې وركوی چې بم چاودنې او ترهګرې حملې وكړی او بې ګناه خلك ووژنی او دغه راز اسلام بدنام كړی.
1078739