IQNA

د برما له مسلمانانو څخه د انډونېشيا د خلقو ملاتړ

19:33 - August 14, 2012
د خبر لمبر: 2393070
سياسی ډله: د انډونېشيا د ډېپوك ښار تقريباً پينځۀ زره كسانو د برما د راهينګيا صوبې له مظلومو مسلمانانو سره د مرستې په پروګرام كښې په ګډون سره له هغوی څخه ملاتړ وكړ.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې د بشری حقوقو د كمېټۍ مشر عالم سياه اګوس وړمه ورځ د زمری د مياشتې په ٢٢ نېټه برماله مسلمانانو سره د مرستې په پروګرام كښې په ګډون سره څرګنده كړه: د راهينګيا په مسلمانو خلقو باندې ظلم پكار زر ترزره بند شی.
هغۀ وويل: د راهينګيا د مسلمانانو قتل عام يوه انسانی غميزه ده او دا غميزه په ١٩٩٠ كال كښې د بوسنيا او هرزی ګووينا د مسلمانانو د قتل عام د غميزې په شان ده. دې موضوع د نړۍ دټولو مسلمانانو قهر او غصه راپارولې ده.
د دغې كمېټۍ مسئولانو او په دغه پروګرام كښې شاملو خلقو د انډونېشيا له حكومت چخه د ډېپلومېټكو لارو د راهنیګيا د مسلمانو د مشكلاتو د اواروی لپاره د هلوځلو غوښتنه وكړه او همدارنګ د برما مسلمانانو ته د لازياتو مرستو په لېږلو باندې یې پخلے وكړ.
په دغه پروګرام كښې د انډونېشيا د خلقو لخوا تقريباً اويا ميليونه روپۍ نغدې او په زياته اندازه سرۀ زر او نور سامانونه راغونډ كړې شول او د راهينګيا د خلقو لپاره استول كیږی.
1077925
captcha