د سټراټيجك مديريت عالی كارپوه محمدحسن قديری ابيانه د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د ناپيئلتوب د غورځنګ د جوړيدو مخينې ته په اشارې سره ووئيل: دغه غورځنګ د نړۍ د دوو ابر قدرتونو د سلطې په دور كښې جوړ شو، هغه هيوادونه چې د امريكې يا د شوروی تر سلطې لاندې پاتې كيدل ئې نه غوښتل د ناپيئلتوب د غورځنګ بنسټ ایښودونكی شول او په دومره اندازه پراخ او ستر شو چې نن سبا د ملګرو ملتو د سازمان نه پس ترټولو ستر بين المللی سازمان حسابیږی.
په آسټريليا كښې د ايران پخوانی سفير په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې ايران په خاصو شرايطو كښې د ناپيئلتوب د غورځنګ مشره په غاړه اخستې ده، څرګنده كړه: په داسې شرايطو كښې يو چې اسلامی بيداری د عملی كيدو په حال كښې ده او د هيوادونو حكومتونه د مُصرو او ټينګو خلكو په لاس يو په بل پسې ړنګیږی او له مبارك نه په مرسی باندې د بدليدو ترحده يو بدلون رامينځته كیږی.
قديری ابيانه څرګنده كړه: ايران او اسلامی نړۍ په داسې حال كښې په ډير غوره حالت كښې راغلی دی چې امريكا، اروپا او صهيونزم په خپل ډير بد حالت كښې شتون لری او د لويدیځ او صهيونزم په زوال سره يو ستر اسلامی تمدن او څو قطبی نړۍ د بڼه نيولو په حال كښې ده، په داشان شرايطو كښې په نړيواله كچه په اوج كښې د ناپيئلو د راتلو زمينه كاملاً برابره ده. 1076896