د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د امريكائی څانګې د رپورټ له مخې: د مونټ ګومری ولايت د پارليمان استازی «جورج لونتهال»(Gorge Leventhal) پرون د زمری په ٢٤نیټه اعلان وكړ: د پارليمان لخوا د وړوكی اختر د چټۍ د حكم د صادرولو لپاره مو ډير كوشش وكړ څو دغه ستره ورځ په دې ولايت كښې د عمومی چټۍ په توګه تائيده شی.
دۀ زياته كړه: مسلمان والدين د اختر په دغه بزرګه ورځ د ښوونځيو په چُټی كيدو سره د خپلو نورو دينی وروڼو خويندو ترڅنګ د دغې ورځې خاص عبادی اعمال په سوكالتيا او آرامۍ سره ترسره كوې شی. 1078577