IQNA

سعودي عربستان په ریاض کښې د دینونو د مرکز د جوړولو غوښتنه وکړه

21:12 - August 15, 2012
د خبر لمبر: 2393902
نړيواله ډله: په مكې مكرمی كې د اسلامی ملګرتيا موسسې دغړيو هيوادونو د مشرانو بیړنۍ غونډه د ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد په شتون پيل شوه
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، په مكې مكرمی كې د اسلامی ملګرتيا موسسې دغړيو هيوادونو د مشرانو بیړنۍ غونډه د ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد په شتون پيل شوه په پرانستلو په دستورو كې د سعودی عربستان باچا په خپلی وينا كې په رياض ښار كښې د دينونونو ترمينځ د خبرواترو د مركز د جوړولو غوښتنه وكړه.
د سعودی عربستان باچا عبدالله په قصر الضيافه محل كښې د اسلامی ملګرتيا موسسې د غړيو هيوادونو د مشرانو د بیړنۍ غونډې د پرانيستلو په دستورو كښې په لنډې وينا كښې وويل دغه مركز د اسلامی هيوادونو د مشرانو په غړيتوب او د اسلامی ملګرتيا موسسې د سيكریټریټ په وړانديز سره جوړیږی.
د عربستان باچا زياته كړه په اسلامی ټولنو كښې د زياتو فتنو شتون ته په پام چې زمونږ دين یې هدف ګرځولی دی بايد هوښيار ووسو او د مسوليت احساس وكړو . د عربستان باچا دغه راز د اسلامی هيوادونو ترمينځ د پيوستون غوښتنه وكړه.
د سعودی عربستان باچا په داسې شرايطو كښې په دغه هيواد كښې ددينونو د مركز د جوړولو غوښتنه كړی ده چې سياسی ټولنې د عربستان د مفتيانو فتواګانو ته په اشارې سره د سوریې، عراق، افغانستان او پاكستان په شمول په اسلامی هيوادونو او دغه راز په عربستان كښې مذهبی اختلافاتو ته په لمن وهلو او زياتولو كښې د سعودی عربستان په نا انكاريدونكی رول ټينګار كوی.
د اسلامی هيوادونو د مشرانو دغونډې په دوام كښې د سينګال ولسمشر ماكيس سال داسلامی ملګرتيا موسسې د پړاويز مشر په توګه وينا وكړه او هغه د سوریې، فلسطين او د مالی هيواد د شمال په شمول د اسلامی دنيا د مشكلاتو د حل غوښتنه وكړه .
1079234
captcha