د جمهوری رياست د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی هيوادونو د همكارۍ د سازمان بیړنۍ او غيرمعمولی غونډه پرون ماښام د ايرانی جمهوررئيس محموداحمدی نژاد او د اسلامی هيوادونو د يوه ډله مشرانو، رئيسانو او استازو په شتون او د اسلامی امت د مهمو مسائلو په هكله د سلامشورې په موضوع سره په مكه مكرمه كښې پيل شوه.
د اسلامی ايران جمهوررئډس د ملك عبدالله په رسمی بلنه په دغه غونډه كښې د ګډون كولو په موخه سعودی عربستان ته سفر كړے دے.
په مدينه منوره كښې د نبوی(ص) حرم او د بقيع د آئمه ؤ(ع) د قبرونو زيارت او د مفرده عمرې ترسره كول د جمهوررئيس او ورسره ملګری پلاوی له برنامو څخه وو. 1079398